کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د ښاري پراختیا او کورجوړونې وزارت درې پخواني چارواکي د سې شنبې په ورځ / د جون ۲۰ مه/ د اداري فساد له امله له ۷ څخه تر ۲۰ کالو پورې حبس باندې محکوم شول.
د اداري فساد ضد یوې محکمې محمد قانع او سید امان الله سادات ته د ۲۰ کالو حبس او ۸۶ میلیونو افغانیو جریمې سزا واوروله.
محمد بختیار نواز ته د ۷ کالو حبس او ۴۴۰۰۰۰ افغانیو جریمې سزا واورول شوه.