د افغانستان په ۳ ولایتونو کې څو چاودنو لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې په کابل، فراه او کندهار کې په بېلابېلو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ملکیان او یو جیګپوړی امنیتي چارواکی ووژل شول.

د ای اېف پي د راپور له مخې، چارواکو وویل چې یوه ښځه او یو ماشوم د چارشنبې په ورځ / د جولای ۵ مه/ هغه وخت ووژل شول چې په کابل کې د هغوی په کور یو راکټ ولګېد، خو طلوع نیوز وژل شوي کسان دوه ماشومان یاد کړل.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د فراه امنیه قوماندانۍ وویل چې د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د سرک د غاړې یوه بم د دوشنبې په ورځ / د جولای ۳ مه/ د دوه ښځو په شمول د یوې کورنۍ ۴ غړي ووژل.

د کندهارامنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ / د جولای ۳ مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دوه ښځو په شمول ۴ تنه ملکیان د سرک د غاړې د یوه بل بم په پېښه کې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې ووژل شول.

خامه پرېس راپور ورکړ، چې یوه موټر بم برید د دوشنبې په ورځ / د جولای ۳ مه/ په کابل کې د پروان ولایت د جنایي پلټنو د ډيپارټمنټ مدیر وواژه.

د پروان امنیه قوماندانۍ په وینا، بم مقناطیسي وو او د دغه شخص په موټر پورې نښلول شوی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500