کابل -- رسنیو د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو /د جولای ۵ مه او ۶مه/ راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو د هلمند او ننګرهار په جګړو کې ۷۰ تنه اورپکي ووژل.
خامه پرېس د چارشنبې په ورځ د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړ، چې عسکرو چې د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې یې ۴۸ ساعته هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړل، ۶۲ تنه طالب اورپکي ووژل.
خامه پرېس د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو راپور ورکړ، چې په ننګرهار ولایت کې د سې شنبې / جولای ۴ مه/ او چارشنبې د ورځو هوایي بریدونو د داعش او د پاکستان مېشتي لشکر اسلام ډلې ۸ تنه اورپکي ووژل. د مقاماتو په وینا، په وژل شویو کې ۶ تنه بهرني جنګیالي هم موجود ول.