افغان سرتېرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې لسګونه اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- رسنیو راپور ورکړ،‌ چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په روانو جګړو کې لسګونه کسان ووژل شول.‌

خامه پرېس د ننګرهار ولایت د رسنیو د دفتر له قوله راپور ورکړ، چې افغان سرتېرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ۱۴ تنه اورپکي ووژل

په وژل شویو کې ګڼ شمېر بهرني جنګیالي هم ول.‌

خامه پرېس د ننګرهار د ولایتي ادارې له قوله راپور ورکړ،‌ چې په ننګرهار ولایت کې په یوه بله پېښه کې،‌ د داعش ۷ تنه اورپکي د سې شنبې په ورځ‌ / د جولای ۱۸ مه/ په پچیراګام ولسوالۍ کې په یوه کور کې دننه د خپلو چاودونکیو موادو په وسیله ووژل شول.‌

همدارنګه،‌ خامه پرېس د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ،‌ چې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یوه طالب اورپکي د سې شنبې په ورځ په یوه خپلمنځي برید کې خپل دوه مشران ووژل.‌ د قاتل د برخلیک په هکله راپور نه دی ورکول شوی.‌

په ورته وخت کې، پژواک خبري اژانس د چارشنبې په ورځ / د جولای ۱۹ مه/ د افغان ملي اردو له قوله راپور ورکړ،‌ چې افغان سرتېرو د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې په یوه دوه ورځني عملیات کې چې د سې شنبې په ورځ‌ پای ته ورسېدل ۲۴ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

د طلوع نیوز د سې شنبې د ورځې د یوه راپور له مخې،‌ د بغلان روغتیایي چارواکو وویل، چې سرتېرو په بغلان ولایت کې د طالب اورپکو پر ضد جګړه وکړه او خپل ۴ کسان یې له لاسه ورکړل.‌ د اورپکو د تلفاتو په هکله راپور نه دی ورکړل شوی.‌

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، په فاریاب ولایت کې ۴ تنه عسکر د سې شنبې په ورځ د سرک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې او ۵ تنه پولیس افسران د دوشنبې په ورځ / د جولای ۱۷ مه/ د طالبانو په یوه برید کې ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500