غلو په کندوز کې ۴ ورونه ووژل

سلام ټایمز

کابل -- افغانستان ټایمز د چارشنبې په ورځ / د جولای ۵ مه/ راپور ورکړ، چې ۴ ورونه چې د یوې داړې له خوا د پیسو د لوټلو په وړاندې یې مقاومت وکړ، د دوشنبې په ورځ / د جولای ۳ مه/ د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې ووژل شول.

د ولسوالۍ امنیه قوماندان ډګرمن محمد ظاهر نیازي وویل، وسله والو چې له یوه ناقانونه وسله وال ګروپ سره یې کار کاوه، هڅه کوله چې د یادو ورونو په شمول د عرب قدق کلي له اوسېدونکو څخه «مرستې» ټولې کړي.

هغه زیاته کړه، کله چې دغو ورونو مقاومت وکړ، وسله والو څلور واړه وویشتل او ویې وژل او د هغوی پنځم ورور یې ټپي کړ. مشکوک کسان وتښتېدل.

طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ / د جولای ۶ مه/ د ولایت د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړ، چې طالبانو په کندوز ولایت کې د یوه نوي تکتیک په توګه د امنیتي پرسونل هدفي وژنې پيل کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500