کابل -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د اګست ۲ مه/ راپور ورکړ، چې په کابل کې د اداري فساد ضد یوې محکمې د سې شنبې په ورځ / د اګست ۱/ د افغان ملي اردو ۸ تنه منسوبین په اداري فساد کې د لاس لرلو له امله تر ۲۰ کالو پورې بند باندې محکوم کړل.
۳ جنرالان، ۴ افسران او یو د اردو کارمند د اختلاس، اداري فساد او له صلاحیت څخه د ناوړه استفادې په تور محکوم شول. هغوی ته له ۱۳ میاشتو څخه نیولې تر ۲۰ کالو پورې بند سزاوې واورول شوې.
دغو ۸ کسانو خواوشا ۱۸۵۰۰۰ لېتر تېل غلا کړي ول. محکمې هغوی ته حکم وکړ چې ۸۸.۷ میلیونه افغانۍ د تاوان په توګه تحویل کړي.
د اداري فساد ضد عدالت مرکز، هغه محکمه چې دغه سزاوې یې ورکړې، د حکومت د هغې هڅې یوه برخه ده چې غواړي اداري فساد له منځه وېسي.