غزني -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د اګست ۲۱ مه/ راپور ورکړ، چې په غزني ولایت کې د عملیاتو پر وخت لږ تر لږه ۱۲ تنه طالب اورپکي ووژل شول او د یوه تش په نامه ولسوال په شمول درې تنه نور ونیول شول.
د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ وویل، چې عسکرو د زنه خان ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال او دوه تنه نور اورپکي د دوشنبې په ورځ په زنه خان کې ونیول.
پولیسو زیاته کړه، چې د ۴ پاکستاني اتباعو په شمول ۱۲ تنه طالب اورپکي په غزني ښار، ده یک او زنه خان ولسوالیو کې په جګړه کې ووژل شول. ۴ تنه عسکر هم ووژل شول.