کابل -- پژواک خبري اژانس د سې شنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۲مه/ راپور ورکړ، چې عسکرو د کندوز ولایت په چاردره ولسوالۍ کې په جګړه کې ۹ تنه طالب یاغیان ووژل.
د افغان ملي اردو ډګر جنرال سید قربان موسوي وویل، دغه عملیات د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۱مه/ ناوخته ترسره شول.
هغه زیاته کړه، په وژل شویو اورپکو کې ۲ تنه بهرنیان هم شامل ول. عسکرو ۵ تنه اورپکي ونیول.