کندوز-- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۳ مه/ د افغان پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې په کندوز ولایت کې د طالبانو د مشرانو په یوه غونډه کې یوې چاودنې د یو شمېر مهمو مشرانو په شمول ۱۰ تنه یاغیان ووژل.
د افغان ملي اردو چارواکو وویل، چې چاودنه په خان اباد ولسوالۍ کې په یوه کلي کې، چې طالبان په کې فعال دي، پېښه شوه.
طالبانو تر اوسه پورې د دې پېښې په هکله څه نه دي ویلي. د چاودنې د څرنګوالي په هکله راپور نه دی ورکړل شوی.