په کندوز کې د طالبانو د مشرانو په منځ کې په چاودنه کې ۱۰ کسان ووژل شول

سلام ټایمز

کندوز-- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۳ مه/ د افغان پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې په کندوز ولایت کې د طالبانو د مشرانو په یوه غونډه کې یوې چاودنې د یو شمېر مهمو مشرانو په شمول ۱۰ تنه یاغیان ووژل.

د افغان ملي اردو چارواکو وویل، چې چاودنه په خان اباد ولسوالۍ کې په یوه کلي کې، چې طالبان په کې فعال دي،‌ پېښه شوه.‌

طالبانو تر اوسه پورې د دې پېښې په هکله څه نه دي ویلي. د چاودنې د څرنګوالي په هکله راپور نه دی ورکړل شوی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500