امنیت

طالبانو د هغې چاودنې مسؤلیت ومانه چې په افغانستان کې یې یو امریکایي عسکر وواژه

سلام ټایمز او ای اېف پي

دا عکس له یوې بمي چاودنې څخه وروسته حالت ښیي. دغې چاودنې د مرغومي په ۲مه د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې لږ تر لږه درې ملکي کسان ووژل. [۲۰۱ سېلاب قول اردو/فېسبوک]

دا عکس له یوې بمي چاودنې څخه وروسته حالت ښیي. دغې چاودنې د مرغومي په ۲مه د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې لږ تر لږه درې ملکي کسان ووژل. [۲۰۱ سېلاب قول اردو/فېسبوک]

کابل -- طالبانو د دوشنبې په ورځ /د مرغومي په ۲مه/ د یوې چاودنې چې یو امریکایي عسکر یې وواژه مسؤلیت پر غاړه واخیست.

دغې اورپکې ډلې وویل چې دا چاودنه په کندوز ولایت کې پېښه شوه او په پېښه کې ګڼ‌ شمېر نور عسکر ټپیان شول.‌

ښایي چې دغه وژنه د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ په خبرو باندې اغېز ولري. د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وږي په میاشت کې وروسته له هغه چې طالبانو په کابل کې په یوه بمي برید کې یو امریکایي عسکر وواژه، خبرې اترې مړې وبللې.‌

له هغه وخت څخه وروسته په دوحه کې خبرې بیا پيل شوې، خو د تېرې میاشتې په نیمایي کې له یوه بمي برید څخه وروسته چې دا ځل د کابل شمال ته په بګرام هوایي ډګر کې ترسره شو، ټکنۍ شوې.

افغان امنیتي منسوبین د ۱۳۹۶ د غوایي په ۲۰مه په کندوز ولایت کې د طالب اورپکو او افغان ځواکونو تر منځ‌ د جګړې په ترڅ کې څار کوي. [بشیرخان ساپي/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د ۱۳۹۶ د غوایي په ۲۰مه په کندوز ولایت کې د طالب اورپکو او افغان ځواکونو تر منځ‌ د جګړې په ترڅ کې څار کوي. [بشیرخان ساپي/ای اېف پي]

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وټس آپ د یوه پیغام له لارې ای اېف پي ته وویل، یاغیانو «د یکشنبې او دوشنبې تر منځ /د مرغومي په ۱/ شپه د کندوز ولایت په چاردره ولسوالۍ کې یوې امریکایي عرادې ته چاودننه ورکړه»

په افغانستان کې امریکایي ځواکونو وویل، «په پېښه کې یو امریکایي عسکر ووژل شو.»

یوه امریکایي چارواکي ای اېف پي ته وویل، عسکر یوه د وسلو ذخیره کتله چې چاودنه په کې رامنځته شوه.‌

دغه چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل، «دا پېښه لکه څنګه چې دښمن ادعا کوي د کوم برید په نتیجه کې نه ده شوې.»

یو ولایت تر منظم برید لاندې

یاغیان په کندوز ولایت باندې په مکرر ډول بریدونه کوي او هڅه کوي چې پخپله کندوز ښار ونیسي.

د متحده ایالاتو د مرکچیانو او طالبانو تر منځ معامله د وږي په میاشت کې لاسلیک ته نژدې شوې وه چې ټرمپ په وروستۍ شېبه کې فسخه کړه.‌

د کابل په امنیتي وضعیت کې یوه نسبي ښه والي او د بندیانو په تبادله کې د دوه غربي یرغملیانو ازادېدلو دې ته لاره جوړه کړه چې د لیندۍ په ۱۶مه خبرې بیا پيل شي.‌

د بګرام له برید څخه وروسته دغه خبرې بیا یو څو ورځې ټکنۍ شوې خو وروسته بیا پيل شوې.‌

د معاملې د ابتدایي بڼې په اساس، د متحده ایالاتو پوځ به ځینې عسکر اېستل او په مقابل کې به طلبانو دا ضمانتونه ورکول چې القاعده او داعش به ځپي.‌

د دوشنبې د ورځې برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې چارواکو په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتایج اعلان کړل او ولسمشر اشرف غني یې دې ته جوړ کړ چې د دویم ځل لپاره بیا واک ترلاسه کړي.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، همدارنګه د دوشنبې په ورځ د کابل ختیځ لوري ته په لغمان ولایت کې د جنازې په مراسمو کې یوې بمي چاودنې درې ملکي کسان ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړل.

هغه د دغې چاودنې مسؤلیت د طالبانو پر غاړه ور واچاوه.‌ چاودنې د یوه محلي قومي مشر په جنازه کې برخه وال ویرجن خلک په نښه کړل.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمونږ بالکل خوښ شو او مونږ له تاسو څخه د داسې مهمو خبرونو د خپرولو له امله ډېره مننه کوو.

ځواب ورکړئ