کابل -- افغانستان ټایمز راپور ورکړ، چې استرالیا د چارشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۳مه/ موافقه وکړه چې په شپږو ولایتونو کې به د کرنې د ملاتړ لپاره ۱۳۷ میلیونه افغانۍ (۲ میلیونه ډالر) مرسته وکړي.
د میل ورځپاڼې د راپور له مخې، د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ د وزارت چارواکو او د استرالیا سفارت دغه هوکړه د چارشنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک کړه.
میل وویل، چې دغه تړون د بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، بغلان او سمنګان ولایتونه پوښي، او زیاته یې کړه چې دا پیسې به په دوه کالو کې ولګول شي.
د دغو ولایتونو بزګران به دا زده کړي چې څنګه په للمه ځمکه کې کرنه وکړي.