فراه -- افغانستان ټایمز د سې شنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۶ مه/ راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې په اونۍ اوږدو عملیاتو کې ۴۲ تنه طالب اورپکي ووژل.
د محلي چارواکو په وینا، ناټو له دغو عملیاتو سره، چې د سپتمبر په ۱۸مه پیل او د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۵ مه/ پای ته ورسېدل، هوایي ملاتړ کاوه.