مزارشریف -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۱ مه/ راپور ورکړ، چې دوه وسله والو سړیو چې په یوه موټرسایکل سپاره ول، د بلخ ولایت د والي په ویاند منیراحمد فرهاد باندې برید وکړ.
د بلخ د امنیه قوماندان عبدالرازق قادري په وینا، دغه پېښه د چارشنبې په ورځ وختي په مزارشریف کې د فرهاد استوګنځي سره نژدې وشوه.
قادري وویل، چې په برید کې فرهاد ټپي شو او وسله وال سړي له سیمې څخه وتښتېدل.
سمدلاسه هیچا د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.