په سرپل کې د افغان هوایي ځواک په بریدونو کې ۵ طالب اورپکي ووژل شول

سلام ټایمز

سرپل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د اکتوبر۱۲ مه/ د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ،‌ چې په سرپل ولایت کې د افغان هوایي ځواک له خوا ترسره شویو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۵ طالب اورپکي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، ای - ۲۹ جنګي الوتکو د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې د طالبانو پټنځایونه وویشتل.

د اردو دغه یونټ وویل، چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو ځایي مشر ملا سید احمد هم شامل وو.‌

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500