کندوز-- د افغان چارواکو په وینا، د طالبانو له خوا ښخ شوي یوه ماین په کندوز کې د هغوی د خپلو مشرانو له ډلې څخه یو وواژه.
د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې، چې د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر۲۱ مه/ یې په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړه، وویل، چې د خان اباد لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال دوست محمد وروسته له هغه ووژل شو چې د خپلو جنګیالیو له خوا په ښخ کړای شوي ماین یې پښه کېښوده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو مشر او د هغه ساتونکی هغه وخت ووژل شول چې هڅه یې کوله چې په ابراهیم خېلو کلي کې د عملیاتو په ترڅ کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه وتښتي.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.