طالب اورپکو په هرات کې په یوه کمین کې ۹ تنه پولیس افسران ووژل

ای اېف پي

هرات -- چارواکو د جمعې په ورځ /د وري ۲۴مه/ وویل، چې طالب اورپکو په لویدیځ ولایت هرات کې د تلاشۍ یوې پوستې ته کمین نیولی وو او لږ تر لږه ۹ تنه پولیس افسران یې ووژل.

چارواکو وویل، اورپکو د جمعې په شپه /د وري ۲۳ مه/ په شینډنډ ولسوالۍ کې د تلاشۍ په یوه پوسته برید وکړ چې څو ساعته دوام یې وکړ.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ای اېف پي ته وویل، د سړک د غاړې یوه بم دوه نور پولیسان، چې د تلاشۍ پوستې ته د ملاتړ لپاره په لاره ول، ووژل، او څلور نور یې ټپیان کړل.‌

دغه برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې طالب جنګیالیو په جنوب ختیځ ولایت غزني کې د یوې ولسوالۍ په حکومتي ودانۍ برید وکړ،او د ولسوال په شمول لږ تر لږه ۷ کسان یې ووژل.

په طالبانو باندې فشار دی چې د ولسمشر غني د سولې د خبرو کولو پلان ومني، خو هغوی تر اوسه پورې دغه وړاندیز ته نېغ په نېغه ځواب نه دی ورکړی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500