کندهار -- طلوع نیوز د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې یوې چاودنې د چارشنبې په ورځ /د وري ۲۹ مه/ د کندهار د سرحدي پولیسو یو قوماندان وواژه.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیاء دراني وویل، د کندهار ولایت د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د یونټ قوماندان ډګروال جانان ماما په کندهار ښار کې هغه وخت ووژل شو چې د هغه موټر پورې نښلول شوی مقناطیسي بم وچاودېد.
دراني وویل، دغې چاودنې د هغه درې تنه ساتونکي ټپیان کړل.
د پېښې مسؤلیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.