جلال اباد -- د والي د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت د ریاست ځانګړیو ځواکونو د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۰ مه/ په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۳ مشکوک غړي ونیول.
د دوشنبې د ورځې /د چنګاښ۱۱مې/ په اعلامیه کې راغلي، چې دغه مشکوک کسان په بهسود ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.
دا نیونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د ولایت په مرکز جلال اباد کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل او ۲۱ تنه نور یې ټپیان کړل.