لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د جمعې په ورځ /د کب ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش د وژونکې ډلګۍ ۲ طراحان ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲۳مه/ د جلال اباد په ۸ مه ناحیه کې ترسره شول.
چارواکو وویل چې افغان ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه مشکوک کسان ونیول او د اورپکو یو شمېر وسلې یې ضبط کړې.