د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار کې د داعش د وژونکې ډلګۍ ۲ مشران ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د جمعې په ورځ /د کب ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش د وژونکې ډلګۍ ۲ طراحان ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ‌ /د کب ۲۳مه/ د جلال اباد په ۸ مه ناحیه کې ترسره شول.

چارواکو وویل چې افغان ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه مشکوک کسان ونیول او د اورپکو یو شمېر وسلې یې ضبط کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500