مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په کندوز ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ تنه طالب اورپکي ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي، دغه عملیات چې هوایي ملاتړ ورسره وو، د دوشنبې په ورځ /د کب ۲۷مه/ په چار دره ولسوالۍ کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي، عسکرو د اورپکو اړوند ۳۸ ځمکني ماینونه او ۱۸ کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد ویجاړ کړل.