افغان ځواکونو په کندوز کې لږ تر لږه ۱۰ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په کندوز ولایت کې د دوه جلا جلا بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه طالب جنګیالي ووژل.

په اعلامیه کې د دقیق موقعیت په هکله له جزیاتو څخه پرته راغلي چې د افغان هوايي ځواکونو په بریدونو کې د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۵مه/ د سهار خواوشا ۱۰ بجې د دوه محلي جیګپوړو قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۶ تنه طالب اورپکي ووژل شول.

چارواکو په هوایي بریدونو کې د وژل شویو قوماندانانو نومونه قاري ولي محمد او نجیب الله، چې په هارون مشهور وو، یاد کړي دي.

عین اعلامیه وایي چې له دې جلا افغان ځواکونو د خان اباد - کندوز ښار د لویې لارې په اوږدو کې د خواجه پسته په سیمه کې په یوه نښته کې لږ تر لږه ۴ تنه طالب اورپکي ووژل او لږ تر لږه ۶ نور یې ټپیان کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500