مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د مرغومی ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په بغلان ولایت کې دوه جلا جلا هوایي بریدونو د طالبانو د دوه مهمو قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۲۵ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې یوه هوایي برید، چې د یکشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۳مه/ د ماخستن خواوشا ۷:۳۰ بجې یې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو یو مرکز وویشت، د طالبانو د مهم قوماندان ملا ګوجر په شمول، لږ تر لږه ۱۷ تنه اورپکي ووژل.
همدغه برید د اورپکو زیاته اندازه مهمات هم ویجاړ کړل.
همدغه اعلامیه لیکي، چې په عین ولایت کې په یوه بله پېښه کې، د ایتلاف یوه هوایي برید د یکشنبې په ورځ د بشیر (چې د شاهین په نامه یادیږي) او ذبیر په نومونو د طالبانو دوه مهم قوماندانان او ورسره لږ تر لږه ۶ نور اورپکي د دهنه غوري ولسوالۍ په خوجه کلي کې، ووژل.
چارواکو وویل، چې دغه هوایي برید د اورپکو وسلې او یو موټر ویجاړ کړل.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.