په فاریاب کې هوایي بریدونو ۲۲ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې برید د چارشنبې د ورځې ماښام /د تلې ۱۸مه/ په غورماچ کې د طالبانو یو پټنځای په نښه کړ، چې اورپکي یې ووژل او درې زغره وال موټرې یې ویجاړ کړل.

په وژل شویو کې د اورپکو یو قوماندان، قاري ناصر، چې د انصار په نامه هم پېژندل کېده، شامل دی.

د اعلامیې په اساس، له دې جلا، افغان هوایي ځواک د چارشنبې په ورځ د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې یو هوایي برید ترسره کړ، او لږ تر لږه ۱۲ طالب اورپکي یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500