افغان کمانډو سرتېرو په بلخ کې د طالبانو له خوا بندي شوي ۱۰ پولیس افسران خوشې کړل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشبې په ورځ /د کب ۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان کمانډو سرتېرو ۱۰ پولیس افسران، چې په بلخ ولایت کې د طالبانو په یوه زندان کې پراته ول، خوشې کړي دي.

په اعلامیه کې د وخت په هکله له جزیاتو څخه پرته راغلي، چې دا عملیات د چمتال ولسوالۍ په البرز سیمه کې ترسره شول.

اعلامیه وایي چې عسکرو لږ تر لږه شپږ تنه اورپکي ووژل.‌

اعلامیه زیاتوي، چې له دې جلا افغان هوایي بریدونو د عین ولسوالۍ په جوی شور سیمه کې لږ تر لږه دوه طالب اورپکي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500