هرات -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې یوه ځانمرګي بمي برید د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۸مه/ په هرات کې لږ تر لږه ۳ ملکي کسان ووژل. د خامه پرېس په وینا، په مړو کې دوه ماشومان شامل ول.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند، نصرت رحیمي، وویل چې دغه پېښه د هرات ښار په ۸ مه ناحیه کې د مازدیګر خواوشا ۶ بجې وشوه.
رحیمي وویل، چې ۱۱ نور افغانان ټپیان شول.
هغه زیاته کړه، چې په ټپیانو کې د افغان محلي پولیسو یو پخوانی قوماندان امیر شینډنډ هم شامل دی.
سمدلاسه هېڅ اورپکې ډلې د دغه برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.