هلمند -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۹مه/ راپور ورکړ، چې په هلمند ولایت کې د هاوان یوه برید د یوې کورنۍ لږ تر لږه شپږ غړي ووژل.
د والي ویاند عمر ځواک وویل، چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ /د وږي ۱۸مه/ ماښام خواوشا ۹ بجې په ګرېشک ولسوالۍ کې وشوه.
هغه وویل، چې دغه برید همدارنګه د عین کورنۍ شپږ نور غړي ټپیان کړل.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.