ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۷ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان او ایتلافي ځواکونو په خوست او میدان وردک ولایتونو کې د دوه جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۷ تنه اورپکي ووژل یا ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د میدان وردک په جلرېز ولسوالۍ کې ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړل او لږ تر لږه ۳۰ تنه اورپکي یې ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل.
عسکرو دوه هغه هاموي موټرې، چې اورپکي نیولي ول، ویجاړ کړل.
اعلامیه یادوي، چې له دې جلا، د ایتلاف یوه هوایي برید د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې لږ تر لږه څلور ترهګر ووژل.
اعلامیې د عملیاتو د وخت په هکله جزیات نه دي ورکړي.