مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ /د لړم ۲۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د بلخ ولایت په چاربولک او بلخ ولسوالیو کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ تنه اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې، چې د دوشنبې په ورځ ترسره شول، سرتېرو په ارزان ګر، نوارید و سوریان سیمو کې لږ تر لږه درې تنه اورپکي ونیول او ۲۰ تنه نور یې ټپیان کړل.