ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو، چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت یې هوایي مرسته کوله، په غزني ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷۲ طالب جنګیالي ووژل.
اعلامیې د پېښې د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته ویلي، عسکرو په ناوه، ګیلان او خوګیاڼي ولسوالیو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تنه اورپکي ونیول.
اعلامیه زیاتوي، په وژل شویو کې د پاکستان د طالبانو د تحریک ۴۰ غړي شامل دي.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.