افغان ځواکونو په لوګر او غزني کې ۱۳ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په لوګر ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ۴۰ په لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو په شمول دوه وسله تونونه او د هغو محتویات ویجاړ کړای شول.

په همدې اعلامیه کې راغلي چې له دې جلا د افغان هوایي ځواک بریدونو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې طالب اورپکي په نښه کړل او دوه تنه اورپکي یې ووژل.

چارواکو ونه ویل چې دا پېښې کله وشوې.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500