کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۵ مه/ راپور ورکړ، چې افغان حکومت پلان لري د سعودي عربستان جدې ښار ته، چې ټاکل شوې ده د متحده ایالاتو او طالبانو استازي په کې د افغانستان د سولې په هکله خبرې اترې وکړي، یو پلاوی ولېږي.
تر اوسه پورې د جدې د کتنې وخت نه دی تایید شوی.
که څه هم چې طالبانو په ابوظبی کې د افغان حکومت له استازو سره د سولې په هکله خبرې کول رد کړل، کابل د جدې کتنې ته د داسې یوه فرصت په سترګه ګوري چې طالبانو ته به یې لاس ور ورسېږي چې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د افغانستان د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال فریدون خوځون وویل، «کله چې اړتیا وي، مونږ به یو پلاوی ولېږو او خپله اراده به څرګنده کړو،»