لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه دوه غړي ووژل.
د اعلامیې له مخې، اورپکي د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷مه/ د غرمې شاوخوا ۱۱بجې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وویشتل شول.