کابل -- د ناټو ویاند وایي، چې په افغانستان کې اېتلافي ځواکونه په کندوز ولایت کې د جمعې ورځې د ناوخته /د وري ۲مه/ او د شنبې ورځې وختي /د وري ۳مه/ په هوایي بریدونو کې ملکي خلکو ته د ور اوښتو تلفاتو ادعاګانې څېړي.
ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ /د وري ۵ مه/ وویل چې لږ تر لږه ۱۳ ملکي کسان، چې ډېر یې ماشومان ول، تېره اونۍ ناوخته له کندوز ښار سره نژدې «د نړۍ والو ځواکونو» له خوا په یوه هوایي برید کې ووژل شول.