داعش پر مخابراتو وزارت د برید مسؤلیت ومانه

ای اېف پي

داعش د یکشنبې په ورځ /د غوايي ۱/ په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت د تېرې ورځې د برید مسؤلیت واخیست.

دغې اورپکې ډلې په یوه اعلامیه کې وویل، د داعش څلورو غړو خپل چاودېدونکي مواد له وزارت سره نژدې وچول، بیا ننوتل او «تر څو ساعتونو پورې یې د ماشینګنو او لاسي بمونو په وسیله له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه».‌

د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه چې درې افغانان د ټپونو له امله مړه شول، وویل چې په کابل شوي دغه ترهګریز برید ۷ تنه ملکيان او درې د امنیتي ځواک غړي ووژل.

د کابل امنیه قوماندان جنرال سید محمد روشندل وویل، څلور واړو بریدګرو د پولیسو یونیفورمونه اغوستي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500