فراه ولایت -- ازادۍ راډېو د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۵ مه/ د یوه افغان چارواکي له قوله راپور ورکړ چې د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د طالبانو یوه کمین لږ تر لږه ۹ تنه پولیس افسران ووژل.
د ازادۍ راډېو د راپور له مخې، د فراه د ولایتي شورا یوه غړي عبدالصمد صالحي وویل، دا کمین د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۴ مه/ هغه وخت پېښ شو چې د پولیسو یو کاروان د سړک د غاړې د یوه بم ساحې ته روان وو چې شنډ یې کړي.
د اسوسیټیډ پرېس د راپور په اساس، هغه زیاته کړه چې له کمین څخه وروسته نورو طالب اورپکو د لنډ وخت لپاره د انار درې ولسوالۍ امنیه قومانداني ونیوله، خو مرستندویو ځواکونو هغوی پسې واخیستل.