کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې په فاریاب ولایت کې پولیسو لږ تر لږه ۵ تنه طالب اورپکی ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل.
وزارت وویل، دغه نښته د سې شنبې په شپه /د غبرګولي ۲۱مه/ په ګرزیوان ولسوالۍ کې پېښه شوه.
اعلامیه زیاتوي چې په جګړه کې یو محلي پولیس افسر ټپي شو.