په فاریاب کې پولیسو ۵ طالب اورپکي ووژل ۷ یې ټپیان کړل

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې په فاریاب ولایت کې پولیسو لږ تر لږه ۵ تنه طالب اورپکی ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل.

وزارت وویل، دغه نښته د سې شنبې په شپه /د غبرګولي ۲۱مه/ په ګرزیوان ولسوالۍ کې پېښه شوه.

اعلامیه زیاتوي چې په جګړه کې یو محلي پولیس افسر ټپي شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500