میدان وردک -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د میدان وردک ولایت پولیسو سره د یوې نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۲ طالب یاغیان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.
وزارت وویل چې دغه جګړه د سې شنبې په ماښام /د غبرګولي ۷ مه/ د میدان ښار - جلرېز په لاره ونښتله.
اعلامیه زیاتوي چې په وژل شویو کې د صدام په نامه د طالبانو یو محلي قوماندان شامل دی.