کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په میدان وردک ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د محلي قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۳۱ تنه طالب اورپکي ووژل.
وزارت وویل چې دغه عملیات چې د افغان هوایي ځواک له خوا یې ملاتړ کېده د سې شنبې په شپه /د چنګاښ ۱۱مه/ د میدان وردک ولایت په مرکز میدان ښار او همدارنګه په جلرېز، نرخ او دای میرداد ولسوالیو کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي چې د نرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال په ګډون لږ تر لږه ۳۵ تنه نور اورپکي ټپیان شول.
طالبانو په سملاسي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي.