میدان وردک -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د تلې ۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په میدان وردک ولایت کې د یوې نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ تنه طالب جنګیالي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه جګړه په نرخ ولسوالۍ کې وشوه خو د وخت په هکله یې جزیات نه دي ورکړي.
طالبانو په دې هکله په سملاسي توګه څه نه دي ویلي.