د ایتلاف هوایي بریدونو په ۳ ولایتونو کې ۱۹ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د غوايي ۱۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایتلاف هوایي بریدونو په میدان وردک، غزني او پکتیا ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه طالب اورپکي ووژل.

اردو وویل چې یوه برید د میدان وردک ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې اورپکي په نښه کړل او لږ تر لږه ۵ کسان یې ووژل.‌

د اعلامیې په اساس، درې نور اورپکي وروسته له هغه ووژل شول چې یوه هوایي برید هغوی د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په نښه کړل.

اعلامیه زیاتوي چې یوه بل عملیات د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ۱۱ تنه طالب جنګیالي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500