غزني ولایت -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د زمري ۹مه/ د افغان ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې افغان او امریکایي هوایي بریدونو په دوه ولایتونو کې ۲۳ تنه طالب اورپکي ووژل. په راپور کې د عملیاتو د وخت په هکله څه نه دي ویل شوي.
خامه پرېس د یادې اعلامیې په قول لیکلي چې افغان هوایي ځواک د غزني ولایت په سدوزي او آب بند ولسوالیو کې ۱۸ تنه طالب اورپکي ووژل.
هغه زیاتوي چې امریکایي ځواکونو په جلا عملیاتو کې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۴ تنه اورپکي ووژل.
خامه پرېس په یوه جلا راپور کې لیکلي چې د نامعلوم ډول یوه هوایي برید په میدان وردک ولایت کې د طالبانو د ډلې یو بل غړی وواژه.