۳ طالب اورپکي خپلو بمونو ووژل

سلام ټایمز

کاپیسا -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د زمري ۹مه/ د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې یوې له وخت نه مخکې چاودنې په کاپیسا ولایت کې د طالبانو دوه د چاودېدونکو توکو ماهران ووژل.‌ افغان ملي اردو د پېښې نېټه نه ده ښودلې.‌

خامه پرېس د اعلامیې په اساس لیکلي چې یاد دوه اورپکي هغه وخت ووژل شول چې هڅه یې کوله د نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله ښخه کړي.

په ورته وخت کې، اردو په یوه جلا اعلامیه کې ویلي چې یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله په کونړ ولایت کې په یوه موټر کې چې طالب اورپکي یې وړل وچاودېدله.

دغه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله په چپه دره ولسوالۍ کې د انتقالېدلو پر وخت وچاودېدله چې یو اورپکی یې وواژه او ۴ نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500