په لغمان کې ۵ اورپکي د هغوی د خپل بم په چاودنه کې ووژل شول

سلام ټایمز

لغمان -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۱مه/ راپور ورکړ، چې ۵ تنه طالب اورپکي هغه وخت ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول چې د هغوی په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله په لغمان ولایت کې پخپله په هغوی وچاودېدله.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارواکو په وینا، دغه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې اورپکو دغه په لاس جوړه وسیله د الینګار ولسوالۍ په سنګر دره سیمه کې د یوه سرک تر غاړې ښخوله.‌

چارواکو وویل، چې په وژل شویو کې د طالبانو یو ځایي قوماندان، مولوي قاسم،‌ هم شامل دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500