ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو وویل چې د ایتلاف هوایي بریدونو په غزني او لوګر ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۵ تنه طالب اورپکي ووژل.
اردو د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۱۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې هوایي بریدونو د غزني ولایت په مقر او ګیلان ولسوالیو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه اورپکي ووژل.
اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو اړوند موټرونه ویجاړ کړای شول.
اردو د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۶مه/ په یوه جلا اعلامیه کې وویل چې د ایتلاف هوایي بریدونو په لوګر ولایت کې هم ۳۰ تنه طالب جنګیالي ووژل.
یوې اعلامیې هم د بریدونو د وخت په هکله جزیات نه دي ورکړي.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.