کابل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو پولیسو پنځه کسان چې په کابل کې په ترهګریزو بریدونو کې د ښکېلتیا شک پرې کېده ونیول.
وزارت وویل چې دغه عملیات د یکشنبې په شپه /د زمري ۲۷مه/ د ښار په بېلابېلو برخو کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي چې پولیسو په دې عملیاتو کې د اورپکو اړوندې وسلې هم ونیولې.
وزارت وویل چې له دې جلا افغان هوایي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د طالبانو یو محلي قوماندان د هغه له ساتونکي سره یوځای د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې وواژه.