واشنګټن -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سې شنبې په ورځ /د وږی ۲۶مه/ په پروان او کابل ولایتونو کې د طالبانو وروستي ځانمرګي بمي بریدونه وغندل او له اورپکو څخه یې وغوښتل چې «سولې ته واقعي ژمنتیا وښیي».
پمپیو د سې شنبې په ورځ له بریدونو څخه څو ساعته وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، «د دغو بریدونو له لارې، طالبان د افغانستان خلکو او موسساتو ته ښکاره سپکاوی کوي.»
هغه وویل، «د افغانانو د واقعي پخلاینې لپاره، په کار دی چې طالبان تاوتریخوالي او ویجاړتیا ته د دوام ورکولو پرځای چې افغانانو او د هغوی هېواد ته داسې پراخ زیان ور رسوي، سولې ته واقعي ژمنتیا وښیي.»
یادو دوو بمي بریدونو لږ تر لږه ۴۸ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.