پمپیو د طالبانو بمي بریدونه وغندل او 'سولې ته د واقعي ژمنتیا' غوښتنه یې وکړه

سلام ټایمز

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سې شنبې په ورځ /د وږی ۲۶مه/ په پروان او کابل ولایتونو کې د طالبانو وروستي ځانمرګي بمي بریدونه وغندل او له اورپکو څخه یې وغوښتل چې «سولې ته واقعي ژمنتیا وښیي».‌

پمپیو د سې شنبې په ورځ‌ له بریدونو څخه څو ساعته وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، «د دغو بریدونو له لارې، طالبان د افغانستان خلکو او موسساتو ته ښکاره سپکاوی کوي.»

هغه وویل، «د افغانانو د واقعي پخلاینې لپاره، په کار دی چې طالبان تاوتریخوالي او ویجاړتیا ته د دوام ورکولو پرځای چې افغانانو او د هغوی هېواد ته داسې پراخ زیان ور رسوي، سولې ته واقعي ژمنتیا وښیي.»

یادو دوو بمي بریدونو لږ تر لږه ۴۸ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500